د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت د دفتر لوی رییس، لوی پاسوال مولوي زینالله عابر، او د وزارت سلاکار، مل پاسوال مولوي عبدالرحیم ثاقب، په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د چین په نړۍوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، افغان پلاوي د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي تګلارې، د هېواد امنیتي وضعیت، د سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو په اړه د افغانستان لیدلوری او دریځونه له ګډونوالو سره شریک کړي دي.
په دې غونډه کې افغان پلاوي ویلي، افغان حکومت ژمن دی چې د افغانستان خاوره د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان د خلکو، ګاونډیو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅه کوي، خوندي ځای نه وي.
دغه راز افغان پلاوي د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې، سیمهییز امنیت، اقتصادي پرمختګ، د چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
یاد پلاوي ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره داسې اړیکې غواړي چې په کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ملي مصالح او د افغانانو مشروع غوښتنې رعایت شي.
سرچینه : حریت

