د اسعداباد ښاروالۍ له لوري د ګذرونو د ګڼ شمېر وکیلانو په ګډون معلوماتي غونډه ترسره شوه.
د ښاروالۍ مسؤلین وایي، دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د تېرو درېیو ربعو لاسته راوړنې فعالیتونه او ترسره شوې چارې له خلکو سره شریکې شي.
په غونډه کې د ښاروالۍ د بېلابېلو برخو د فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول او د ښاري چارو په تړاو د ګذر وکیلانو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.
د اسعداباد ښاروال مولوي رحمت الله شهامت وویل . د ۱۴۰۵ ه ش کال په اولي او دوهمي ربعي کې ۱۷ اعشاریه ۳ میلیونه افغاني عواید د هټیو له کرايي.صنفي جوازونو د ویش او ښاري خدماتو له درکه په شفاف ډول راټول کړي دي
نوموړي زیاته کړه زیاته کړه په دغو عوایدو د ښار د پراختیا لپاره ګڼي پروژي روانې دي.
هغه له ښاریانو او کلیوالو وغوښتل چې د پرمختیايي چارو په ترسره کیدو کې ورسره مرسته وکړي.
بل لورته د غونډي ګډونوالو بیا د اسعداباد ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه يې معلومات وړاندي کړل
دوۍ زیاته کړه که هره اداره باید ولس ته دغه ډول معلوماتي پروګرامونه په لاره واچوې نو شفافیت او د ولس رضایت به تر لاسه کړي .
د اسعداباد ښاروالۍ د مسولینو د معلوماتو لمخې اوس مهال د ښار په بیلابیلو برخو کې ګڼ شمېر پرمختیايي پروژې ترکار لاندې دې چې په بشپړیدو سره به يې ګڼو خلکو ته اسانتیاوې ورسره رامنځته شې.
راپور : پرویز مومند

