اوزبېکستاني چارواکو د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي غواړي د بلخ ولایت د نایباباد سټېشن کې د یونیم کیلومتر په اوږدوالي نوې رېلپټلۍ جوړه کړي
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر اخند په بلخ ولایت کې د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل
سرچینه زیاتوي د دې لیدنې پر مهال اوزبېک مسوولینو وویل غواړي په نایباباد سټېشن کې د یونیم کیلومتر په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګودامونه جوړ کړيسرچینه کاږي د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه څو تخنیکي او ساختماني چارې یې له اوزبېک لوري سره په ګډه پر مخ یوسي
اقتصادي معاونیت لیکلي د دې کرښې او ګودامونو له جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي

