د اسلامي امارت اوبو او انرژۍ وزیر، ملا محمد یونس آخندزاده او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر پرمهال په ریاض کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې ملا محمد یونس اخندزاده هلته له افغان سفیر، شیخ عبدالفتاح رحیمي او د سفارت له کارکوونکو سره په کتنه کې د افغانستان سعودي عربستان د اقتصادي اړیکو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې سعودي عربستان کې دې د افغانانو چارو ته پر وخت رسېدنه وشي، او د دوی کارونه دې له خنډ او ځنډ سره نه مخ کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

