
په هرات کې د آویسن فارما درمل جوړونې فابریکې د سیروم د تولید نوې برخې فعالیت پیل کړ.
د فابریکې خاوند عبدالکریم شیرزاد باختر اژانس ته وویل، په نوې برخه کې درې ډوله سیروم تولیدېږي او ورځنی تولیدي وړتیا یې ۱۰۰ زره بوتلو ته رسېږي. هغه وویل، سیروم تر دې وړاندې په لویه کچه له بهر هېواده واردېده او د دې برخې په پیل سره به د کورني بازار د اړتیا یوه برخه پوره او پر وارداتو تکیه کمه شي.
د آویسن فارما مسوولانو په وینا، اوسمهال د فابریکې په بېلابېلو برخو کې تر ۳۰۰ زیات کسان په مستقیم ډول په کار بوخت دي او د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسوولان په هېواد کې د معیاري درملو تولید د درمل جوړونې صنعت د ودې او اقتصادي ځان بسیاینې پر لور مهم ګام بولي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Herat #Industry #Health #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

