
د ننګرهار د کرنې مالدارې او امنیتي ادارو د حيواني محصولاتو ګټې کميټې د مرکزې ښار څلورمه ناحیه کې د چرګانو د حلالې دوه داسې مرکزونه مهرلاک کړل، چې کم عمره، ناروغ او مردار چرګان يې پلورل او د حفظ الصحي د نه مراعت له کبله يې په يوه هغې کې چنجې شوې وه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارې ریاست د مالدارې امر وايي څو ځله يې ترې تضمینونه اخستنې، خو بیا هم په کراتو يې دغه ډول تېروتنې کړې دي.

د دغې کميټې غړي، د ښاروالۍ استازې او د چرګانو اتحاديې مسوولین هم ذکر شوې ستونزې مني او زیاتوي، چې دغه مرکزونه په معیاري نه دې.
د دغه حلالو مرکزونو څښتنان هم تر يوه بریده د مسوولینو له لورې یادې شوې ستونزې مني او زیاتوي، چې هڅه به وکړې، چې په راتلونکي ورته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ښار کې د امنیتي ځواکونو لخوا داسې کسان نیول شوي، چې د مردارو او بې کیفیته چرګانو او حیواناتو غوښې يې په خلکو پلورلې.
سرچینه: د شرق نیوز ګلوبل خبریال، ننګرهار
#Afghanistan #Nangarhar #Jalalabad #PublicHealth #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

