سخته تبه ، سر درد ، د سترګو درد ، نس ناسته ، زړه بدوالي او د هډوکو دردونه د ډينکي تبې د علایمو څخه دي او له دغې ناروغۍ څخه د ژغورنۍ يواځي لار روغتیاپالان د پشه خانو استمعال ، د ډنډ اوبه له منځه وړل ، د پاکو اوبو د سرونو پټول یادوي . روغتیاپالان همداراز زیاتوي چې دغه ناروغي درملنه نلري او اخته ناروغ ته د بیلابیل ډوله میوو ورکړه اغیزمنه تمامیدای شي.
دلته د خبریالانو لپاره د ډينکي تبې په اړه د عامه پوهاوي په يو ورځني ورکشاپ کې ګډونوال خبریالان بیا د عامه پوهاوي په برخه کې د خبریالانو رول خورا مهم يادوي او د رسنیوالو لپاره دغه ډول ورکشاپونو پر دوام ټينګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتاني ناروغيو د درملنې روغتون مسوولینو ویلي وه ، چې په تېره يوه اونۍ کې څه د پاسه اوه سوه کسانو د ډينکي ناروغۍ ټېسټ مثبت شوی وه ، چې له جملې يې له څلور سوو زیات کسان په روغتون کې بستر شوې وه.
اوسمهال د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه څو فامیلیو کې دغې ماشي شتون ثابت شوی ، چې ورسره همهاله په د عامې روغتیا ریاست او همکارو ادارو لخوا په مشخصو شویو سیمو کې ، دواشیدنه ، د پشه خانو ویش ، د روغتیايي ټيمونو لخوا عامه پوهاوی ، تشخیص او درملنه پیل شوې ده .
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

