د افغانستان ملي لوبغاړي رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټېسټ لوبو په نوې درجهبندۍ کې شپږ درجې پرمختګ وکړ او په ۷۳۵ نمرو سره یې د نړۍ اووم مقام خپل کړ.
رحمت شاه لومړی افغان لوبغاړی شو چې د ICC د ټېسټ لوبو په هره درجهبندۍ کې د نړۍ لومړیو لسو لوبغاړو ته لاره پیدا کوي. دا لاسته راوړنه وروسته له هغه راغله چې نوموړي په شارجه کې د زمبابوې پر وړاندې په یوه ټېسټ لوبه کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، چې د هغه پنځمه ټېسټ سلیزه وه.

په همدې درجهبندۍ کې د افغانستان بل لوبغاړي صدیق الله اتل هم ۱۴ درجې پرمختګ وکړ او ۸۱م مقام ته ورسېد؛ اتل په هماغه لوبه کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې وې.
سرچینه: ICC
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

