د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي ټیم د اسیا جام د غوراوي سیالیو په ترڅ کې په یانګون کې کمبودیا ته ۳–۰ ماتې ورکړه.
د لوبې لومړی ګول د کمبودیا د لوبغاړي په خپل ګول وشو، ورپسې جاوید صادقي او مجتبی حیدري په دویمه نیمایي کې ګولونه وکړل او د افغانستان بریا یې یقیني کړه.

دا د افغانستان پرلهپسې دویمه بریا ده؛ افغان ټیم تر دې وړاندې میانمار ته ۴–۱ ماتې ورکړې وه او اوس په شپږو نمرو سره د خپلې ډلې په سر کې دی.
سرچینه: AFC
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

