ننګرهار کې د يوې تازه پانګونې په ترڅ کې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه.
دلته د يوه پانګوال لخوا د موبلاينو په برخه کې پنځه سوه زره امريکايي ډالرو پانګونه شوې ،چې د دغه شرکت مسوولين وايي پيل يې له دې ځايه وکړ او پلان لري چې په نورو ولايتونو کې هم څانګې پرانيزي.
دلته په کار بوخت ځوانان بيا خوښ دي چې د کار زمينه ورته برابره شوې ده او له همدې درکه يوه مړۍ حلاله نفقه ګټي.
دوي له نورو شتمنو هم غواړي چې په کور دننه دې پانګوال وکړي ،ترڅو ورسره د بې روزګارۍ کچه راټيټه شي.
قومي مشران او د نظر خاوندان په کور دننه پانګونه خورا مهم اقدام ګڼې. او زياتوي له پاکستانه په جبر راستنيدو نکي به ورسره په کار شي.
دا په داسې حال کې چې د اسلامي امارت مسوولينو تل په ټينګار سره ويلي چې په کور دننه پانګه کوونکو ملاتړ کوي او اسانتياوې ورته برابروي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

