د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراخېدو، د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي او د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کولو موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
مولوي امیرخان متقي او ضمیر کابلوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا پر لارو چارو یې خپل نظرونه سره شریک کړل.
افغانستان او روسیه په وروستیو کلونو کې د خپلو اړیکو د پراختیا په برخه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي، چې په دې لړ کې سوداګري، اقتصادي همکاري او د متقابلو اړیکو پیاوړتیا ځانګړی اهمیت لري.
د یادې لیدنې تمرکز هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا وو
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

