د پولنډ پولیس وايي، د دغه هېواد په کراکوف ښار کې د ډزو په پېښه کې څلور ښځې او دوه نارینه وژل شوي او ۱۵ نور کسان ټپیان دي.
پولیسو ویلي، چې بریدګر د پولنډ دی او پېښه د کراکوف ښار په اصلي میدان کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي.
پولیسو تر دې مخکې د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو وروسته یې د قربانیانو شمېر شپږ تنه اعلان کړ.
پولیسو همداراز وايي د بریدګر په موټر کې وسلې او مهمات هم موندل شوي دي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

