د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز خبر ورکړی، چې پاریس له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو مذاکرات پیل کړي دي.
نونیز د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ لومړنۍ خبرې پر تخنیکي مسایلو راڅرخي او د بحث اساسي موضوع یې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته لېږل دي.
د فرانسې د پارلمان ځینې غړي وايي د دغو مذاکراتو پیل له اسلامي امارت سره د اړیکو د احتمالي بدلون په توګه تعبیر کړی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د دوی حکومت د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع ته لومړیتوب ورکوي چې د فرانسې د امنیت لپاره احتمالي ګواښ ګڼل کېږي.
فرانسه په داسې وخت کې له اسلامي امارت سره د کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کوي، چې جرمني هم تر دې وړاندې ورته مذاکرات پیل کړي وو. وروسته په جرمني کې د افغانستان د ځینو قونسلګریو چارې هم د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته وسپارل شوې
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

