د زيتونو د تيلو د پروسس پرانسته!
ننګرهار کې د زيتونو د تيلو د پروسس د پروسې د پرانستې پرمهال د کانال وادي امارتي شرکت مسوولينو وويل چې سږ کال به د دغه فابريکه کې د اټکل له مخې پنځلس ټنه اچار او څه د پاسه يوسلو شپيته ليټره تيل تولید شي.
مسولين بيا دلته د تولید شويو تيلو او اچارو د بازار راضي دي او زياتوي چې د يو شمير بهرنيو هيوادونو پلاوي راغلي او هيله مندي شته چې بهر ته يې هم صادرات پيل کړي.
دلته په دې فابريکه کې په کار بوخت کارګر بيا خوښ دي ،چې په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې ده.
مسوولين وايي سږ نی دغه توليدات به د پنځلس سوه ټنه زيتونو له دانو ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تيرکال دولس سوه تنو دانو څخه يوسلو څلويښت ليټره تيل او پنځه ديرش ټنه اچار ترلاسه شوي و.
راپور : سباوون ساحل

