د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې.
په منظور شوو پروژو کې د اقینې ګمرک د ځینو برخو جوړول، د هلمند له دوهلارې تر هرات پورې د لویې لارې د لومړۍ برخې بیارغونه، د برېښنا سبسټېشنونو او لینونو جوړول او په کابل کې د ځینو سړکونو جوړول شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه پروژې د افغانستان ا.ا له بودجې تمویلېږي.
سرچینه : شرق نیوز

