ننګرهار کې سل تنه ځوانان د خیاطۍ ، موبایل جوړونې ، برښنا او موټر سایکل جوړونې د شپږ میاشتنې زده کړو فارغ شول.
د دغه وولایت د اطلاعات او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت مسوولین وايي دغه برنامه يې د يوې مرستنددویه ادارې په مالي ملاتړ پیل کړې وه ، چې موخه يې له پاکستانه په جبر راستانه شویو په ګډون بې روزګاره ځوانانو ته د کاري زمینې برابرول دي.
دغه ځوانانو ته د زده کړو اړوند حرفو وسایل هم ورکړل شول ، چې مسوولین وايي پر مټ به ياد ځوانان د خپلو کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه واخلي.
په همدې حال کې د ننګرهار د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې د بې روزګارۍ د کچې د راکمولو په موخه ښار او ولسوالیو کې زرګونه ځوانان د بیلابیلو حرفو په زده کړه بوخت دي.
له حرفوي زده کړو فارغ شوي ځوان بیا خوښ دي ، چې د شپږ میاشتو په موده کې مسلکي زده کړي وکړي او پرمټ به يې له دې وروسته د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کړي.
د ځوانانو چارو امریت مسوولین وايي د حرفوي زده کړو وراخوا يې د يو شمیر مرستندویه ادارو پرمټ په دغه ولایت کې د لوستو ځوانانو لپاره هم بیلابیل ډول انلاین برنامې پیل کړي ، چې اوسمهال په کې ګڼ شمیر ځوانان په زده کړه بوخت دي.
راپور : سباوون ساحل

