د کانونو او پټرولیم وزارت د ننګرهار ولایت د سپینغر ولسوالۍ د شینوارو سیمې د تالک کان دویم بلاک، چې۹ اعشاریه ۴۰۶۱۱۰کیلومتره مربع مساحت لري، په قرارداد ورکړی دی.
د دغه کان د قرارداد هوکړه د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایتالله بدري، او د «اکرام خالد» په نوم د کانونو د پروسس شرکت ترمنځ د ۵۷ میلیونه ۵۷۴ زره او ۶۵۳ اعشاریه ۲۳ ډالرو پانګونې په ارزښت لاسلیک شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان د ۱۳۷۵ افغانیو حقالامتیاز په بدل کې د ۱۵ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
دغه راز، قراردادي شرکت به په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې څه باندې ۳۰۰ زره ډالر ولګوي.
سرچینه : شرق نیوز

