د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډ راپور کې ویلي، چې د اکتوبر له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې په پاکستان کې ۵۱۷ افغانان نیول شوي، چې د تېرې اونۍ په پرتله ۴۷ سلنه کموالی ښيي.
د راپور له مخې، دغه افغانان په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په همدې موده کې ۳ زره او ۸۸۳ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې ۴۹۹ یې په زور ایستل شوي دي. راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې شاوخوا ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

