د نورستان ولايت وانت ولسوالۍ کې د ازادي بولۍ له لارې ۲۸ میلیونه ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې وپلورل شوی.
ددغه ولایت د رسنیو مرکز وایي یاد قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې چې بیروج او کنزیټ دې د وانت او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه ترلاسه شوي چې د دغه قیمتي ډبرو له درکه ۲ میلیونه ۸۶۸ زره افغانۍ عوايد دولت خزانې ته به جمع شې.
سرچینه زیاتوي په یادي بولۍ کې ۱۰۰ تنو داخلي سوداګرو ګډون کړي وو.
سرچینه : شرق نیوز

