د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې امنیتي پېښې د صفر کچې ته راټیټې شوې او افغانان اوس له رواني او فزیکي امنیت څخه برخمن دي.
نوموړي دغه څرګندونې په خوست کې د امنیې قوماندانۍ لپاره د نوې اداري ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې کړې دي.
حقاني د ټولنې د خلکو ترمنځ همغږي او یووالی نه ماتېدونکی ځواک بللی او ویلي یې دي چې ځینې مغرض کسان هڅه کوي خلکو ته اندېښنې او ستونزې پیدا کړي.
سرچینه : شرق نیوز

