د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۲۳۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۰۲۰ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۴۳ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۴ کورنۍ، د ورېښمو پل له لارې ۱۷۱ کورنۍ او د اسلام کلا له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري راستنو شویو کډوالو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې او یو شمېر کورنیو ته د ترانسپورټ کرایه هم ورکړل شوې ده. همدارنګه، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو شمېر راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
د راپور په پای کې ویل شوي، چې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، ښوونې او روزنې، مهاجرت، صبر او زغم او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
سرچینه: شرق نیوز

