د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي په دوبۍ کې د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رییس ملا عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید د سترو پروژو د پلي کولو لپاره د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ ترمنځ د همکاریو پر چوکاټ، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پر پروژې بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.
هغه د عزیزي انرژۍ د برېښنا تولیدي پروګرامونو په ملاتړ کې د برېښنا شرکت له همکارۍ مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې به د دواړو لورو همکارۍ دوام ومومي.
نوموړي د دغو همکاریو دوام د انرژۍ د کمښت په راکمولو او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې مهم بللی دی.
سرچینه : شرق نیوز

