د خوست ولایت په اداري کمپلکس کې د سړکونو او لښتیو د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده پروژه د خوست ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه تمویل شوې، چې ۷۲۰ متره سړکونه، ۱.۴ کیلومتره د غاړو لښتي او ۱۶ پلچکونه پکې شامل دي.
د پروژې ټولې چارې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې، چې ټولټال ۱۵.۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
بلخوا د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، چې هره ورځ له دې لارې تګ راتګ کوي او تر دې وړاندې یې د سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
یاده پروژه په خوست ولایت کې د روان کال د ۳۰ پلان شویو پروژو له ډلې څخه یوه ده.
د مسؤلینو په وینا د ورته پروژو پلي کول د ښاري خدمتونو د ښه والي او د خلکو د ورځنیو ستونزو د حل په موخه د روانو هڅو یوه برخه ده.
سرچینه : شرق نیوز

