په ننګرهار ولایت کې د نابینایانو د کرکټ د اسیا جام راتلونکو سیالیو ته د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه د غوراوي سیالۍ پیل شوې دي.
لوبغاړي د دغو سیالیو له جوړېدو خوښ دي او هیله لري، چې د اسیا جام سیالیو ته لار ومومي او د خپل هېواد لپاره ویاړونه راوړي.
د جلالاباد ښار په یوه کرکټ لوبغالي کې د نابینایانو د دوو لوبډلو ترمنځ یوه ورځنۍ سیالي ترسره کېږي.
د سیالیو جوړوونکي وایي، موخه یې د نابینایانو د کرکټ د اسیا جام راتلونکو سیالیو ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.
د دوی په وینا، له دغې یوې ورځنۍ سیالۍ وروسته به پنځلس ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي، چې په پایله کې به یې د اسیا جام لپاره شپاړس غوره لوبغاړي وټاکل شي.
که څه هم د نابینایانو د کرکټ لوبغاړي د سترګو له لید څخه ګټه نه شي اخیستلای، خو د غږ او نورو حسي وړتیاوو په مرسته لوبه کوي او هر یو هڅه کوي، چې خپله وړتیا وښيي او د غوراوي سیالیو له لارې ملي لوبډلې ته لار ومومي.
د نابینایانو کرکټ په دغو سیالیو کې لوبغاړي په درېیو کټګوریو وېشل شوي، چې هره کټګوري د منډو جوړولو لپاره ځانګړي اصول لري.
ټاکل شوې، چې د نابینایانو د کرکټ د اسیا جام سیالۍ د روان کال د نومبر له ۱۴مې تر ۲۰مې نېټې په بنګلهدېش کې ترسره شي.
په ننګرهار کې روانې غوراوي سیالۍ د هغو لوبغاړو د پېژندلو لپاره مهم فرصت بلل کېږي، چې غواړي ملي لوبډلې ته لار ومومي او د هېواد لپاره نړیوالې لاسته راوړنې ولري.
راپور: سباوون ساحل

