د انګلستان او سریلانکا ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې انګلستان د ۸۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د لړۍ مشري یې ترلاسه کړه.
انګلستان لومړی توپ وواهه او د ۴۸ اعشاریه یوه اور په لوبولو سره یې ۲۶۵ منډې جوړې کړې. د انګلستان لپاره هېري بروک ۶۷ او جو روټ ۴۴ منډې وکړې.
په ځواب کې د سریلانکا ټوله لوبډله د ۳۷ اورونو په لوبولو سره په ۱۷۶ منډو وسوځېده او د انګلستان د ۲۶۶ منډو هدف یې پوره نه کړ.
د انګلستان لپاره ویل جېکس په توپ اچونه کې غوره وځلېد؛ نوموړي پنځه ویکټې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
په دې سره انګلستان د درې لوبو په لړۍ کې یو پر صفر مخکې شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه به د سپټمبر په ۲۴مه ترسره شي.
سرچینه : شرق نیوز

