په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت د پرېکړو پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، چې د راپورونو له مخې، شاوخوا ۵۰کسان نیول شوي او یو شمېر لاریون کوونکي د پولیسو په ډزو کې ټپیان شوي دي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې روان وضعیت د اشغال شوي کشمیر له وضعیت سره ورته بللی او د خلکو د وینې تویولو په اړه یې پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
بلخوا، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د لرې شوي اعلی وزیر سهیل اپرېدي د نیولو په تړاو د خپل لاس لرلو ادعاوې رد کړې او له خبریالانو یې غوښتي چې په سیاسي موضوعاتو کې مسوولانه څرګندونې وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

