ننګرهار دا ستراتيژيکه ولسوالۍ چې او ولسوالۍ خلک پرې تګ راتګ کوي ،پخوا ناامنه او تر ډيره يې خلک د بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګریوان ول، خو د جمهوري نظام د نسکوریدو وروسته په هېواد کې د سراسري امنيتي ټينګښت سره اوس دغه ولايت کې بيلابيلو برخو کې پانګوال پانګونه کوي.
دا خصوصي روغتون هم د يوه پانګوال لخوا د ځمکې ، تعمير او تجهيزاتو د لګښتونو سره د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی ،چې مسوولين يې موخه د ولس لپاره د اسانتياوو برابرول او خدمت يادوي.
دلته بيا د نارينو ترڅنګ ښځينو ته د نسايي ولادي برخې د متخصيصي ډاکټرې په ګډون د ښځينه روغتيا پالانو لخوا خدمات وړاندې کيږي.
د دغه روغتون ښځينه ډاکټره وايي ښځينو لپاره د پنځه بسترو ،ترڅنګ د تلويژونې معايناتو او ګڼې نورې اسانتياوې برابرې شوې دي.
دلته بيا د داخله ، جراحي، غاښونو ، سترګو او نورو برخو کې د مسلکي ښځينه او نارينه متخصصينو او روغتياپلانو لخوا خدمات وړاندې کيږي.
دغه روغتون ته د بيلابيلو ولسواليو او سيمو راغلې ناروغان بيا د دغه روغتيايي مرکز په جوړيدو خوښ دي او زياتوي چې له دې سره يې د روغتيا په برخه کې ګڼې ستونزې هواري شوي دي.
د يادونې ده چې دغه ولسوالۍ کې د خصوصي روغتون ترڅنګ يو دولتي روغتون هم شته ، چې سلګونه ناروغانو ته هره ورځ په بيلابيلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
سرچینه : شرق نیوز

