کونړ ولایتي روغتون سره د طبي غیري طبي سامان الاتو .درملو او مصرفي توکو مرسته وشوه.
پدغه مرسته کې نیږدي ۲ سوه قلمه توکې شامل دي چې د اي.سي.ار.سي. یا د نړیوال سره صلیب اداري له لوري ترسره شوه چې مجموعي ارزښت يي ۷ اعشاریه دوه میلیونه افغانۍ دی
مسولینو یاده مرسته د روغتیا سکټور د پیا وړتیا په برخه کې مهمه وبلله او پر نورو نړیوالو موسیسو يي غږ وکړ کې دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال کې کونړ د هیلت نیټ موسیسي مسولینو وویل ددغه طبي توکو په شتون سره به نه یوازې د اسعداباد ولایتي روغتون بلکې د ولسوالیو په روغتیايي مراکزو کې به هم ناروغانو ته اسانتیاوې رامنځته شې.
د اسعداباد ولایتي روغتون نه یوازې د کونړ د خلکو لپاره روغتیايي خدمات وړاندي کوې ورسره په څنګ کې د نورستان ولایت اوسېدونکو ته هم په روغتیايي برخه خدمات وړاندي کوې.
راپور : پرویز مومند

