اسلامي امارت د جګړي او ناامنۍ پلوی نه دی او نه هم د بل چا لپاره جګړه خوښوي ،خو که په تپل کيږي ،بيا به داسې جګړه کوي چې نړۍ به ورته حیرانه وي.
دغه څرګندونې د اطلاعات او کلتور وزارت معين په لغمان ولايت کې د ژورنالستانو او خبريالانو د فکري ،عقيدوي او مسلکي روزنې په يوه ورځني سمينار کې وکړي.
نوموړي همداراز وويل چې د پاکستان پوځي رژيم د خپلو کورنيو ناامنيو په کنټرول کې پاتې راغلي ،خپل ولس اوسياسينو ته ځواب نلري ،نو د خپلو ناکاميو پړه پر افغان حکومت وراچوي.
معينهمدازاز پاکستان سره سوداګريزو لارو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې تل به يې ترې سياسي ګټه پورته کوله ،خو افغان حکومت به تر هغې دا لار ی نه پرانيزي ،ترڅو چې پاکستان غوښتنې ونه مني او پر ژمنو نه وي ولاړ.
په دغه ناسته کې همداراز د اسلامي امارت پنځه کلنو لاسته راوړنو ته هم اشاره وشوه او ويناوالو د اسلامي نظام ملاتړ او د پوچو تبليغاتو پر وړاندې مبارزه د هر افغان مسوليت وباله.
د اطلاعات او کلتور وزارت پر رسنيو او خپرونو د څار کميسيون بيا وويل چې دغه ډول ناستې د ظرفيتونو لوړولو ترڅنګ د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د اوريدو په موخه جوړيږي ، ترڅو ورته رسېدنه وشي.
د يادونې وړ ده چې په دغه سمينار کې د اطلاعات او کلتور وزارت د راغلي پلاوي ،ترڅنګ سميه ايزو مسوولينو ، خبريالانو ، د رسنيو کارکوونکو، د ټولنيزو رسنيو کارونکو او ځوانانو ګډون کړی و.
سرچینه : شرق نیوز

