د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د راپور له مخې، د سهشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۶۲ کورنۍ، چې ۶۹۸ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي.
همدارنګه، ۱۰۱۵ تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي، چې د کورنیو له غړو سره یې ټول شمېر ۱۷۱۳ تنو ته رسېږي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ (۱۴۴ تنه)، د سپین بولدک له لارې ۱۹ کورنۍ (۸۹ تنه)، د ورېښمو پل له لارې ۹۶ کورنۍ (۴۰۸ تنه) او د اسلامکلا له لارې ۱۸ کورنۍ (۵۷ تنه) هېواد ته راستنې شوې دي.
د ترانسپورټ او لېږد کمېټې له تورخم څخه ۱۶ کورنۍ (۷۷ تنه)، له سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ (۵۲ تنه) او له کابل څخه ۶ کورنۍ (۳۲ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې دي.
د یادو کورنیو د ترانسپورټ لپاره ټولټال ۱۷۳ زره او ۲۵۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له تورخم څخه له ۲۶ کورنیو سره ۲۰۲ زره افغانۍ، له سپین بولدک څخه له ۱۹ کورنیو سره ۱۵۴ زره افغانۍ، په نیمروز کې له ۳ کورنیو سره ۲۰ زره افغانۍ او په هرات کې له ۱۸ کورنیو سره ۱۱۴ زره افغانۍ مرسته کړې ده، چې ټولټال ۴۹۰ زره افغانۍ کېږي.
بلخوا، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په کندز کې ۱۲۰۵، بامیانو کې ۴۰ او زابل کې ۱۰۰ کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشلې دي. په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳۴۵ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې او تر دې دمه د وېشل شویو نمرو ټولیز شمېر ۷۴ زره او ۴۵۸ ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي چې راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

