د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي چې تېر کال افغانستان د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو لکه زلزلو، موسمي سیلابونو او وچکالیو له امله له سخت ټولنیز او اقتصادي زیان سره مخ شو .
اخوند وویل افغانستان د شنو خونو د ګازونو په خپرولو او د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ونډه نه ده اخیستې، خو د نړۍ او په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د شنو ګازونو له خپرولو څخه په پرلپسې توګه زیانمن شوی.
ملا عبدالغني برادر اخوند له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو ټولو اقلیمي بنسټونو وغوښتل، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه باید له هېڅ ډول سیاسي ملاحظاتو سره ونه تړل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو د زیانونو د کمولو په موخه لازمه ده، چې افغانستان نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري او دا یې حق دی.
اخوند له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره د هوا پېژندنې د عصري وسایلو، له پېښو څخه د وړاندې خبرتیا د سیسټمونو، د ژغورنې د پرمختللو تجهیزاتو او د تخنیکي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې عملي همکاري وکړي.
نوموړي وویل، چې اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لرونکو معیاري ودانیو جوړولو، د اوبو د مهار په برخه کې د معیاري استنادي دیوالونو او د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیاء په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي او دې ته به په پرلپسې توګه دوام ورکوي.
سرچینه : شرق نیوز

