له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه او یو زر او ۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۴ زره او ۴۷۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۷ زره او ۶۶۴ نور په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.
حماد زیاته کړې، چې یادې ادارې په تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو د مخنیوي او زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو په برخه کې لازم اقدامات کړي دي.
سرچینه : شرق نیوز

