د راپورونو له مخې، په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي کړکېچ له زیاتېدو سره انټرنېټي محدودیتونه لګېدلي او د یو شمېر سیاسي مشرانو د نیولو خبرونه هم خپاره شوي دي.
ویل کېږي، زرګونه کسان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په غوښتنه د اسلاماباد پر لور روان شوي دي.
په ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر خلک او محصلین لارو او واټونو ته راوتلي او د اعتراض په توګه یې ټایرونو ته اور اچولی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، تر هغه چې امنیت او ثبات نه وي ټینګ شوی، په خیبر پښتونخوا کې به د مطلوبو کسانو نیولو ته دوام ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي د نیول کېدو او د پخواني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د کورني نظر بندۍ ادعاوې هم شوې دي؛ خو د دغو ادعاوو د خپلواکې سرچینې له لارې تایید ته اړتیا ده.

