د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي نیکولا بیلومو ویلي، دغه ټولنه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او د راستنو شوو د ستونزو په حل کې همکارۍ ته چمتو ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر له بیلومو سره په لیدنه کې د راستنو شوو د مرستو، بیا مېشتېدنې او دایمي حللارو په اړه خبرې کړې دي.
بیلومو د میلیونونو افغانانو د راستنېدو د بهیر د مدیریت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د شاوخوا اته میلیونه کسانو راستنېدل له ګڼو ستونزو سره مل کېدای شي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې اروپايي ټولنه به له اړمنو افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او راستنو شوو ته د کارموندنې او ستونزو د حل په برخه کې به همکاري وکړي.
مولوي عبدالکبیر د نړیوالو بنسټونو له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د راستنو شوو د استوګنې لپاره ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې د اړتیا له مخې به پراخ شي.
هغه د دغو ښارګوټو د جوړولو په برخه کې د اروپايي ټولنې د مرستې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د ښځینه او بېسرپرسته راستنو شوو اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
سرچينه: شرق نیوز

