د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر کې د برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.
سعودي چارواکو د برید پړه پر حوثیانو اچولې، خو دغې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی.
د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ځینو نازک دی او ټول تر درملنې لاندې دي.
د برید له امله د هوايي ډګر فعالیتونه هم په لنډمهالي ډول ځنډول شوي او د مالي او مادي زیانونو ارزونه روانه ده.
سرچينه: شرق نيوز

