د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مسکو کې د افغانستان د نوي سفارت لپاره ځانګړې شوې ځمکې له موقعیت څخه لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، متقي د دغه سفر پر مهال په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن په ملتیا یاده ځمکه کتلې ده.
د وزارت په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو استازولیو د خدمتونو عمومي ادارې د افغانستان سفارت لپاره په مسکو کې په یوه مهم موقعیت کې ۱.۶۸ هکتاره ځمکه ځانګړې کړې ده.
د معلوماتو له مخې، پر دې ځمکه به د افغانستان د سفارت ودانۍ او اړوند نور تأسیسات جوړ شي.
ټاکل شوې د ودانۍ له بشپړېدو وروسته پکې د سفارت اداري او قونسلي چارې، د افغان وګړو اړوند خدمات او فرهنګي فعالیتونه ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ودانۍ جوړېدل به په مسکو کې د افغانستان د ډیپلوماتیک حضور لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
سرچينه: شرق نیوز

