د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو په غوښتنه خپلو اعتراضي لاریونونو ته دوام ورکړی دی.
راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه د هغه پلویان په لاریونونو کې راټول شوي او غواړي د عمران خان د خوشې کېدو لپاره خپل فشار زیات کړي.
د لاریون کوونکو یو شمېر کاروانونه د خیبر پښتونخوا له سیمو څخه د پېښور پر لور تللي او د ګوند مشران وايي، د اعتراضونو لړۍ به تر هغه دوام ولري چې د دوی غوښتنو ته پام وشي.
بل لور ته، پاکستاني چارواکو د لاریونونو د امنیت لپاره په ځینو سیمو کې اضافي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د محدودولو ترڅنګ د لاریون کوونکو د تګ راتګ د کنټرول هڅې هم شوې دي.
پلویان يې پر حکومت نیوکه کوي او د عمران خان د خوشې کېدو ترڅنګ سیاسي غوښتنې لري.
تر اوسه د حکومت او د لاریون کوونکو ترمنځ د دې موضوع د حل لپاره د کومې نوې هوکړې خبر نه دی ورکړل شوی.
سرچينه: شرق نیوز

