د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په یوه وسلهوال برید کې د یوه پولیس افسر په ګډون دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او یو ملکي کس ټپي شوی دی.
د راپور له مخې، پېښه نن سهار د کرک او کوهاټ سیمو ترمنځ پولې ته څېرمه سیمه کې هغه مهال شوې چې پولیس پر ګزمه بوخت وو.
د کرک د پولیسو قوماندان عمران خان ویلي، په برید کې د بانډه داوود شاه حوزې د پولیسو امر داوود خان او د هغه ساتونکی فرهاد وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
سرچينه: شرق نیوز

