د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اوونۍ له پاکستانه ۴۰۶ افغان کډوال، چې په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر څخه ۲۶۶ کسان د تورخم او ۱۴۰ نور د سپینبولدک له لارې هېواد ته راغلي.
چارواکي زیاتوي چې دغو کسانو په پاکستان کې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبره، راستنېدونکو ته له رسېدو وروسته بشري مرستې ورکړل شوې او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي.
وزارت وايي، د راستنېدونکو افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستو بهیر هم دوام لري.
د یاد وزارت په وینا، له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ په داسې مهال دوام لري چې ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
سرچينه: شرق نیوز

