مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په ناسته کې وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابره ده .
چینایي لوري پدې ناسته کې د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری شریک کړ.
نوموړي د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمهییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.
سرچینه : شرق نیوز

