د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د کډوالو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه ناسته کې قومي مخورو په اچین کې ولس ته د ځینو اسانتیاو د چموتو کولو غوښتنه وکړه او وی ویل چې اسلامي امارت دې په اچین کې د راستنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.
هغوۍ د اړمنو د لاس نیوي او د اچین د اداري واحد د پراختیا په برخه کې خپل وړاندېزونه له وزیر سره شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر قومي مخورو ته وویل چې اسلامي امارت د ولس د شرعي حق ملاتړ کوي او حکومت هڅه کوي څو د ولس د مشورو پر بنسټ خپلې چارې مخکې بوځي.
وزیر د اړمنو لاس نیوی د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د اچین ولسوالۍ د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې هڅه وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

