د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د جرمونو نړېوالې محکمې له لورې د اسلامي امارت د مشرانو په اړه د هغوی تازه څرګندونو ته په غبرګون ویلي، دوی په اصطلاح د جرمونو نړیوالې محکمې په نوم کوم بنسټ په رسمیت نه پېژني او نه یې دریځ ورته ارزښت لري.
مجاهد ویلي، استخباراتي بنسټونه او محاکم نشي کولی، زموږ مشران محکوم کړي او یا سزا ورته واوروي.
د اسلامي امارت ویاند د توصیې په ډول په اصطلاح د جرمونو نړیوالې محکمې ته ویلي، د خپل حیثیت ساتلو لپاره له خپل واک او صلاحیت پورته ادعاوې مه کوئ.
سرچینه : شرق نیوز

