د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مستربل سیمې څخه د کتنې پر مهال له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره کتلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، ښاغلي حقاني د اسلامي نظام پر ملاتړ او له نظام سره د ولس د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی په خبره یې، د هېواد ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره د خلکو همکاري او مسوولیت منل ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي د هېواد، خاوري، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه ملي وجیبه او ګډ مسوولیت یاد کړی دی.
هغه له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو غوښتي، چې د اختلافونو د رامنځته کېدو مخنیوي او شخړو حل لپاره دې د اسلامي امارت مشرتابه ۱۷مې ګڼې فرمان بشپړ تطبیق کې خپل رول ولوبوي.
سرچینه : شرق نیوز

