ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډه سبا په مسکو کې جوړه شي.
د مسکو فارمټ مشورتي غونډې د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو د نظرونو د شریکولو او د دغه هېواد له وضعیت سره د تړلو موضوعاتو د بحث لپاره جوړېږي.
تمه ده چې د غونډې ګډونوال د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک او د سیمهییز ثبات، امنیت او اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه وکړي.
د مسکو فارمټ اتمه غونډه داسې مهال جوړېږي چې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې روانې دي.
سرچینه : بهرنیوچارو وزارت

