هیواد کې د څو لسیز جنګ جګړو له امله د هيواد د نور ولایتو په څير ننګرهار کې هم يو شمیرخلک شهیدان ، ځينې میرمنې کونډې ماشومان یتمان او يو شمیر بیا معلول شوي دي .
په دغه ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسوولین وايي د دوي سره ثبت ۴۹۱۳۶ د شهداو ورثه او معلولینو ته يې د ۱۴۰۵ کال د شپږ میاشتو ۶۵۵ میلیونه ۲۵۹ زره پنځه سوه نغدي افغاني وېشلي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو رييس همداراز په یاده موده کې کونډو ، يتمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو ، ۲۸۹۴۱ تنو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کیدو او ۴۴۲۱ تنو ته د خوراکي توکو ، ۲۹ تنو ته د زرنجو او ۱۰۰ تنو ته د شیدو وزو د ویش یادونه کوي.
د شهیدانو ورثه او معلول وګړي بیا د دغه ریاست د خدماتو خوښ دي او زیاتوي چې حقوق يې ورته په وخت ورکول کیږي .
دغه رياست ته د خپلو چارو د خلاصون په موخه راغلي ميرمنې هم د وړاندې کیدونکو خدماتو راضي دي.
د يادونې وړ ده ، چې د شهیدانو په ورثو کې نه يواځي د اسلامي امارت ، بلکې د تیرجمهوري نظام او بیلابیلو جګړو د شهیدانو ورثه ، یتمو او معلیولینو ته په يو ډول د حکومت د پالیسۍ سره سم ټاکل شوي امتیازات ورکول کیږي.
راپور : سباوون ساحل

