د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له څلورو سرحدي لارو؛ تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا څخه ۲۱۹ کورنۍ، چې ۹۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستانه او ثبت شوې دي.
دغه کمېسیون وايي په همدې موده کې ۱۴۶ کورنۍ، د ۷۳۰ کسانو په ګډون، له کابل او سرحدي سیمو څخه خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
یاد کمېسیون وايي د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۵۷ کورنیو ته ۹۸۴ زره افغانۍ مالي مرسته ورکړل شوې، ۸۱ سیمکارتونه وېشل شوي او ګڼو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په وینا، په نیمروز کې له ثبت شویو راستنو شویو کسانو سربېره ۱،۰۷۰ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
همداراز راستنو شویو کډوالو ته د نوملیکنې، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله استوګنې په اړه لازم معلومات او عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

