د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په اسلامکلا بندر کې د ۱۰ زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو د زېرمو جوړولو طرحه تایید کړې ده.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغې طرحې پر بنسټ به خصوصي سکټور په اسلامکلا بندر کې د ۱۰ زره ټنه په ظرفیت د نفتو او ګازو زېرمې او اړوند تاسیسات جوړ کړي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د نفتو او ګازو سوداګرو ته په هېواد کې اسانتیاوې برابرې او لګښتونه کم شي.
تمه ده چې د دغې پروژې له لارې به شاوخوا ۳ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
سرچینه : شرق نیوز

