د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۵ زره او ۴۴۹ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
د دې ادارې په وینا، له دغو کسانو ډلې یې ۸ زره او ۴۳۷ تنه د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۱۰۱ تنه نور له هوايي لارو افغانستان ته راغلي دي.
د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د تاریخي ځایونو او طبیعي جاذبو لیدنه او کاري موخې افغانستان ته د بهرنیو اتباعو د سفر له مهمو لاملونو څخه دي.
دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې هېواد کې د امنیت له ټینګښت وروسته افغانستان ته د بهرنیو وګړو تګ راتګ زیات شوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د بهرنیو سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
سرچینه :شرق نیوز

