د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د تېرو ۳۰ کلونو تجربه ښيي چې د پاکستان د خبرو او عملي اقداماتو ترمنځ لوی واټن شته.
خلیلزاد له اسلاماباد غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله «دوهګونې لوبه» پای ته ورسوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او متقابل امنیت لپاره نوې پاڼه پرانیزي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هېڅ هېواد خاوره باید د بل هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په نورستان کې د وروستیو نښتو په اړه کابل او اسلاماباد یو بل ته متضادې ادعاوې کوي.
سرچینه : شرق نیوز

