د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ له بېلابېلو لارو ټول ۱۷۱ کورنۍ، چې ۷۵۴ کسان کېږي، هېواد ته جبراً راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، په تورخم، سپین بولدک، نیمروز او اسلامکلا کې راستنېدونکو ته د ثبت، ترانسپورټ، مالي مرستو، خوړو او روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شوې ده.
په تورخم کې ۴۱ کورنۍ د ۲۲۷ کسانو په ګډون، په سپین بولدک کې ۱۱ کورنۍ د ۶۹ کسانو په ګډون، په نیمروز کې ۱۱۳ کورنۍ د ۴۵۲ کسانو په ګډون او په اسلامکلا کې ۶ کورنۍ د ۲۵ کسانو په ګډون ثبت شوې دي.
همداراز ۸۵ کورنۍ د ۴۸۷ کسانو په ګډون نورو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۹۶ کورنیو ته ۸۲۸ زره افغانۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده.
راپور زیاتوي چې راستنېدونکو ته ۱۷۰۵ د خوړو بستهګۍ او ۵۵ سیمکارتونه وېشل شوي او ۴۶۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د کمېسیون په وینا، د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې ۸۹۳ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
کمېسیون وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د ترانسپورټ او مالي مرستو ترڅنګ، د لنډمهاله استوګنې، روغتیا، خوړو او نورو اړینو خدمتونو په اړه هم لازم معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
سرچینه : شرق نیوز

